د ارسلاجمال مړی نن ماسپیښین د جنازې له لمانځه وروسته د ملي شورا په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
د ښاغلي جمال د جنازې لمونځ د کابل په عیدګاه جومات کې وشو چې؛ ګڼشمیر حکومتي چارواکو او خلکو په کې برخه اخیستې وه.
ارسلا جمال د لوګر والي و او د اختر په لومړۍ ورځ په جومات کې د یوې چاودنې له امله ووژل شو.
د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ویلي؛ د ښاغلي جمال د وژنې په اړه تحقیقات روان دي.
ارسلا جمال افغان ولسمشر حامدکرزي ته نږدې کس بلل کېده او په تېرو انتخاباتو کې یې د کمپاین مشري هم کوله.