نور: تر راتلونکو دوو اونیو پورې پر زندایانو د رایې اچونې کارتونه وویشل شي

د انتخاباتو خپلواک کمیسون وایي؛ تر راتلونکو دوه اوونیو به د افغانستان په زندانونو کې بندیانو ته د انتخاباتو کارټونه ورکړل شي.

د دغه کمیسیون ویاند نورمحمد نور آزادي راډیو ته وویل؛ د انتخاباتو کمیسیون په پام کې لري چې؛ زندانونو ته د نوم لیکنې سیار ټیمونه ورولیږي؛ څو د بندیانو نومونه هم د رایې ورکونې لپاره ثبت کړي.

په ورته وخت کې ځینې بندیان دا کار ستايي او وايي؛ که شرایط ورته برابر شي په انتخاباتو کې به حتما خپله رایه وکاروي.