يوه امريکايي مفتش اعلان وکړ چې، په افغانستان کې د ملي اردو د موټرو پر پرزو په مليونونه ډالر ضايع شوي دي.
د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د مرستو د سرپلټونکي د دفتر په يوه تازه راپور کې ويل شوي چې؛ له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۲ پورې د افغانستان د ملي اردو د موټرو لپاره د امريکا له لوري د ۳۷۰ مليون ډالرو پرزې بې له دې چې د هغو ضرورت په پام کې ونيول شي رانيول شوي او ګودامونه پرې ډک شوي دي.
په راپور کې د افغانستان دفاع وزارت په دې ملامت بلل شوي چې؛ د پرزو فهرست نه لري او په دې نه پوهېږي چې پرزې چيرې دې او يا کومو پرزو ته اړتيا لري.
د افغانستان دفاع وزارت تراوسه پوري د دې راپور په اړه عکس العمل نه دي ښکاره کړي.
د سرپلټونکي په راپور کې دا هم ويل شوي چې؛ له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۲ پورې داسې سند نشته چې ثابته کړي؛ د افغانستان ملي اردو ته پرزې ورکړاي شوي دي.
په دې اړه نور جزييات وروسته په يوه راپور کې وړاندې کېږي.