لامبووهونکو د روسیې په چلیابینسک کې یوه اسماني ډبره له اوبو راوایستله

ساينس پوهان وايي، هغه ټوټه چې لامبووهونکو له موندلو وروسته پرون له اوبو راوايسته د اسماني ډبرې ټوټه ده چې؛ د فبرورۍ په مياشت کې د روسيې په چليا بينسک (Chelyabinsk) سيمه کې غورځېدلې وه.

دا ټوټه پرون د ارال د چيباکول د جهيل له تله راوايستل شوه.

دا ټوټه په جهيل کې ديارلس متره تر اوبو لاندې موندل شوې. لامبو وهونکو هغه د جهيل غاړې ته راپورته کړه؛ څو اندازه يې معلومه کړي.

سره له دې چې دا ډبره زياته ماته شوې خو بيا يې هم وزن ۵۷۰ کيلوګرامو ته رسېږي.

باور کېږي چې دا به د اسماني ډبرو تر ټولو لويه ټوټه وي چې؛ تراوسه پورې موندل شوې ده.

د سږکال په فبرورۍ مياشت کې د روسيې په جنوب کې د چليابينسک پر سيمه د دې ډبرې، چې وزن يې يوولس زره ټنه اټکل شوي، د لوېدو په نتيجه کې ۱۶۰۰ تنه ژوبل شول او ګومان کېږي چې درې مليون ډالره زيان يې واړاوه.

تر دې مخکې تر ټولو لويه موندل شوې اسماني ډبره ۱۱ کيلوګرامه وه.