د فلیپین د زلزلې د مړیو شمیر پورته شو

د فلیپین حکومت وایي، د سه شنبې د ورځې د زلزلې د مړیو شمير ۱۴۴ ته رسیدلی دی.

د طبیعې آفتونو ضد ادارې چارواکو نن وویل، ۲۳ تنه نور تري تم دي. دا کسان ممکن په بوهول ولایت کې د نړیدلو ودانیو تر خرابو لاندي بند پاته وي. په زلزلې کي ۲۹۱ کسان ټپیان شویدي.

د بوهول والي ایدګاردو چتو وایي، مصیبت ځپلو سیمو ته د مرستې کارکوونکې رسیدلې دي.