د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، د لوګر د والي د قتل په اړه لومړنۍ څیړنې ښیې چې چاودیدونکې مواد په قران کریم کي ځاي پر ځاي شوي وو.
ارسلا جمال د اختر په لومړۍ ورځ د لوګر ولایت د مرکز پل علم د جومات د چاودنې یوازینی قربانی دی او پنځلس نور کسان په کي ټپیان شوې چې د څلورو حالت یي نازک ښودل شویدی.
له بلې خوا، د کورنیو چارو وزارت وایي، د پېښې په اړه یي تحقیقات پیل کړې او معلومه به کړې چې چاودیدونکې مواد څنګه په مسجد کي ځاي پرځاي شوي وو او د چا لاس په کي و.
په عین حال کي په کابل کې د امریکا سفارت په لوګر کې پرونۍ حمله په کلکه وغندله.
د امریکا سفیر جیمزکننګهام په یوه بیان کې ویلي، پرجومات حمله، هغه هم د اخترپه ورځ واقعا دغندنې وړده.
په کابل کې د ملګروملتونو د دفتر مرستیال هم د لوګر په والې ارسلا جمال باندي وژونکې حمله په کلکه غندلې او یوواربیا یې د دې ډول حملو د سمدستي پاي ته رسیدو غوښتنه کړې ده. د یوناما په بیان کې دغه راز ویل شوي چې جوماتونه اونورحساس مذهبي ځایونه باید له حملو څخه خوندي وي.
د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي هم دا حمله په کلکه غندلې او د اسلام د دښمنانو کار یي بللی دي. جمهور رئیس کرزي چارواکو ته امرکړی چې د ارسلاجمال د جنازې د مراسمو لپاره دي لازم ترتیبات ونیسي.