یو امریکايي عسکر ته چې خپل ملګری يي له طالبانو ژغورلی و، د ویاړ مډال ورکړل شو

یو امریکایي عسکر ته چې په افغانستان کې یې خپل ملګری د طالبانو په یوه حمله کې ژغورلي و، پرون په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما له خوا د پوځي ویاړ مډال ورکړل شو.

ویلیام سوینسن په ۲۰۰۹ کال کې په کونړ ولایت کې هغه مهال خپل ژوند په خطر کې واچاوه چې؛ د طالبانو له لوري په یوه برید کې د خپلو وژل شویو ملګرو مړي یې انتقال او یو شمېر نور یې وژغورل.

دا یوه نادر اقدام دی چې دغه د ویاړ مډال یوه ژوندي پوځي ته ورکول کیږي.
سوینسن چې؛ په ۲۰۱۱ کال له پوځ څخه وتلی و دغه راز له پوځ سره د بیرته یوځای کیدو رسمي غوښتنه کړې ده.

۳۴ کلن سوینسن، هغه مهال تورن و او له پوځ سره د بیرته یوځای کیدو په صورت کی به د جګړنۍ په رتبه پوځي دنده پیل کوي.