د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې؛ د ایران او امریکا لوړ رتبه چارواکو په جینوا کې د اټمي خبرو ترڅنګ مخامخ خبرې کړي دي.
دغه کتنه چې؛ پرون یې شاو خوا یوساعت دوام کړی، د امریکایي چارواکو له خوا ګټوره بلل شوې ده.
په دغو خبرو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې ویندي شیرمن او د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیرعباس عراقچې ګډون کړی و.
له خبرو مخکې عرقچې وویل دا یوه عادي کتنه وه او هدف یې له امریکایي چارواکو سره د نظریاتو تبادله وه.
د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني وویل:
(په جینوا کې له یوې ورځې خبرو وروسته موږهیله من یو چې؛ پرمختګ به وکړو خو له دې زیات زه د دغې غونډی او خبرو اترود محتوا د څرنګوالي په اړه څه نه شم ویلی.)
د سې شنبې د ورځې په پیل کې د اروپایي اتحادیې چارواکو وویل چې په جینوا کې ایران لویدیځ ته چې شک کوي دا هیواد به په پټه د اټومي وسلو د جوړلو لټه کوي، د خپل لانجمن اټومي پروګرام د هواري لپاره ډیرګټوروړاندیزونه وکړل.
په جینوا کې له ایران سره د شپږو قدرتونو د خبرو مشري د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مشره کاترین اشټن کوي.