د بخښنې نړیوال سازمان وايي د مصر حکومت دې پر مظاهره چیانو د حملې په اړه تحققیات وکړي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي د مصر حکومت دې پر مظاهره چیانو د پولیس د تیرې اونۍ د حملې په اړه تحققیات وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د مصر پر حکومت غږ کړی دی چې تیره اونۍ په دغه هیواد کې پر مظاهره چیانو د پولیسو د ډزو په اړه بشپړ او بې طرفه تحقیقات وکړي.

امنسټي انترنشنل پرون وویل مصري پولیسو په قاهره کې د لری کړای شوي ولسمشر محمد مرسي پر پلویانو ډزې کړي دي او د هغوي پر ضد يې له حد نه زیات زورکارولی دی.

د مصر د روغتیا وزارت ویلي چې د تیرې اونۍ د مظاهرو پر مهال تاوتریخوالي کې شاخوا ۵۰ کسان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې د مصر د پوځ لخوا له واک څخه د محمد مرسي له لرې کیدو وروسته په تاوتریخوالي کې د نوموړي څه د پاسه زر تنه پلویان وژل شوي،او شاوخوا ۲ زره نور زنداني شوي دي.