د پاکستان د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري پر ضد د مالي فساد پینځه دوسيي له سره پرانستل شوې.
په پاکستان کې یوې محکمې تیره ورځ د پخواني ولسمشر اصف علي
زرداري په خلاف د اداري فساد پینځه دوسیي چې له ۱۹۹۰ کلونو پورې تړاو لري ،له سره پرانستې.
د دغې محکمې چارواکو وویل له زرداري غوښتل شوي چې د روانې اکتوبر میاشت په ۲۹ نیټه محکمې ته حاضر شي.
زرداري د پیسو وینځلو او مالي فساد په قضیو کې هغه مهال چې میرمن يې بنظیر بهټو صدراعظمه وه ،څو کاله زندان هم تیر کړی دی.
اصف علي زرداري چې په تیره سیپتمبر میاشت کې يې د ولسمشر په توګه خپله پینځه کلنه دوره بشپړه کړه ،د واک پر مهال د قضايي مصونیت د لرولو له امله د فساد په دوسیو کې محاکمو ته نه و غوښتل شوی .