د پروان امنیتي مسوولین د بګرام پر هوایي ډګر چې د امریکايي ځواکونو تر ټولو مهمه اډه په کې ده، د وسله والو مخالفانو له خوا راکټي حمله تایدوي.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي آزادي راډیو ته وویل؛ چې تیره شپه وسله والو مخالفانو د بګرام پر هوایې ډګر دولس توغندي توغولي؛ خو نوموړي د ځاني او مالي تلفاتو په اړه بې خبري و ښوده.
اخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې؛ چې دوی د بګرام هوایې ډګر کې د امریکایانو پر اډې شل توغندي ویشتي او بهرنیو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
خو بهرنیو ځواکونو تر اوسه د وسله والو طالبانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.