د ګردیز - خوست پر لویه لار یو انتحاري د چاودیدونکو موادو له ډکې لارۍ سره نیول شوی

چارواکي وایي، هغه کس چې غوښتل یې نن د پکتیا مرکز ګردیز ښار کې د چاودیدونکو موادو ډکې لارۍ په واسطه انتحاري حمله وکړي؛ د ګردیز خوست پر لاره د پولیسو له خوا تر پيژندل کېدو وروسته ونیول شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي آزادي راډيو ته وویل؛ چې دې کس پر پولیسو ډزې وکړې چې بیا په متقابلو ډزو ټپي او روغتون ته تر انتقالیدو وروسته یې ځان سره چاودیدونکي مواد والوځول.

ښاغلي صدیقي وویل، چې په پيښه کې یوازي حمله کونکی وژل شوی او بل چاته په کې زیان نه دی اوښتی.

اخوا د ګردېز ملکي روغتون سرطبيب ډ‌اکتر حياګل پکتين وایي؛ چې دوی د روغتون په عاجله خونه کې د دې کس د زخمونو په تداوۍ لګيا وو او کله چې پوه شول دا کس د حملې پلان لري ترې و تښتیدل.