ولسمشر حامد کرزي په غزني او نورستان کې جوماتونو ته نژدې چاودنې او بریدونه چې د څو تنو د مرګ ژوبلې سبب شول غندلې دي.
پرون ماسپښين په غزني ښار کې د غزني د جامع جومات مخې ته چاودنه شوې؛ چې په کې دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.
چارواکي وايي، چاودنه د ناوې پر ولسوال شوې ده، چې هغه هم په کې ژوبل شوی دی.
په عین حال کې د ولسمشر حامد کرزي د ویندوی دفتر د نورستان د والي له قوله ویلي دي چې د شنبې د ورځې په مازیګر د دغه ولایت د دواب ولسوالۍ پر مرکز باندې د یو توغندي په برید کې چې یوه جومات ته څېرمه ولګیده اوه تنه ملکیان وژل شوې او اته تنه نور چې د مازیګر د لمانځه لپاره جومات ته روان وو ټپیان شوې دي.
د ولسمشر د ویندوی دفتر په یوې خبرپاڼې کې وايي چې؛ حامد کرزي پر جوماتونو او د خلکو د تګ راتګ پر سیموباندې دا ډول بریدونه په کلکه غندلي او دا یې د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو پرخلاف د افغانستان د خلکو او د اسلام د دښمنانو کار بللی دی.