افغان چارواکي وايي، یو کس چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو یونیفورم یې په تن و په پکتیکا کې یې یو امریکايي سرتیری په ډزو وژلی دی.
یو سیمه يیز امنیتي چارواکي ویلي چې؛ دې کس د پکتیکا په مرکز ښرنه کې پر امریکايي سرتیرو ډزې وکړې. په دې ډزو کې دوه نور امریکايي سرتیري ټپیان شوې هم دي.
ناټو هم تایید کړې ده چې؛ یو سرتیری یې په هغه برید کې وژل شوی دی چې په پوځي یونیفورم کې د یو افغان له خوا شوی، خو د وژل شوې سرتیري د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.
په روان کال کې په هغو بریدونو کې چې د افغان امنیتي ځواکونو له منځه پر بهرنیو ځواکونو کیږي تر اوسه پورې پنځلس بهرني سرتیري وژل شوې دي. تیر کال په دا ډول بریدونو کې دوه شپیته بهرني سرتیري وژل شوې و.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د خپرو کړو شمېرو له مخې د دې سرتیري په وژل کیدو سره په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د وژل شویو بهرنیو سرتیرو شمیر یوسلو درې دیرشو ته ورسیده چې یوسلو څلور یې امریکایان دي.
د افغان امنیتي ځواکونو له منځه پر بهرنیو ځواکونه بریدونه د دې سبب شوې دي چې په لویدیځ کې د افغانستان په جګړه کې د بهرنیو ځواکونو له ګډون څخه ملاتړ کم شي.
تیر کال دا ډول بریدونه ددې سبب شول چې د یوې لنډې مودې لپاره ناټو د افغان امنیتي ځواکونو سره مشترک فعالیتونه بند کړي.
په یو بله پېښه کې پرون ماسپښين په غزني ښار کې د غزني د جامع جومات مخې ته چاودنه شوې، چې پکې دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.
چارواکي وايي، چاودنه د ناوې پر ولسوال شوې ده، چې هغه هم پکې ژوبل شوی دی.
بل خوا د ارزګان د امنیې قومندانۍ د ویاند فرید عایل له خولې ویل شوې دي چې د یکشنبې پر شپه په دې ولایت کې د پولیس پرې یوې پوستې وسلوال برید کې لس پولیس، اته بریدکونکې او درې ملکي خلک وژل شوې دي.
په عین حال کې د ولسمشر حامد کرزي د ویندوی دفتر د نورستان د والي له قوله ویلي دي چې دشنبې د ورځې په مازیګر د دغه ولایت د دواب ولسوالۍ پر مرکز باندې د یو توغندي په برید کې چې یوه جومات ته څېرمه ولګیده اوه تنه ملکیانو وژل شوې او اته تنه نور چې د مازیګر د لمانځه لپاره جومات ته روان وو ټپیان شوې دي.
ولسمشر حامد کرزي په یو بیان کې په غزني او نورستان کې بریدونه غندلې دي. د ولسمشر د ویندوی دفتر په یوې خبرپاڼې کې وايي:
” حامد کرزي پر جوماتونو او د خلکو د تګ راتګ پر سیموباندې د بریدونو کول په کلکه وغندل او هغه یې د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو پرخلاف د افغانستان د خلکو او د اسلام د دښمنانو کار و باله.“
بل خوا د اسوشیتید پریس خبري اژانس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په حواله وايي چې وسلوالو طالبانو په کونړ ولایت کې دوه تنکي ځوانان د جاسوسۍ په تور وهلې او وژلي دي، خو طالبانو دا تور رد کړې.
په داسې حال کې چې د افغانستان د ګڼو سیمو امنیتي مسولیت افغان ځواکونو ته سپارل شوی، په دې هیواد کې په وروستیو څو میاشتو کې ناکرارۍ زیاتې شوې دي.
د بشري حقونو د څار ډلې په دې ناکراریو کې د ولسي افغانانو د مرګ ژوبلې زیاتیدو اندېښمنې کړې او بیا بیا یې په جګړه کې له ښکیلو خواوو غوښتي دي چې د ولسي خلکو د مرګ ژوبله مخه دې ونیسي.