د مسکو په جنوب لویدیځ کې په یوه سیمه کې چې پرون د سختو بلواګانو شاهده وه؛ اضافي امنیتي سرتیري ګمارل شوې دي.
دا نښتې او بلواګانې په هغو مظاهرو پسې پیل شوې چې؛ په دې سیمه کې د یو ځوان سړي د وژل کیدو وروسته د اعتراض په توګه پیل شوې وې.
د سیمې اوسیدونکې دغلته ورغلي کډوال د دې وژنې مسوول ګڼي. راپورونه وايي چې، د اعتراض کونکو یوې ډلې پر یوې لویې مغازې یرغل وروړ او یو بلې ډلې یې پر یو ګدام چې بهرنیو کډوالو په کې کار کوه برید وکړ.
نښتې وروسته له هغې پیل شوې چې؛ د بلوا ضد پولیسو یو شمېر اعتراض کونکي ونیول. په دې اخ ډب کې لږ تر لږه یو پولیس ټپي شوی دی.
راپورونه وايي چې، په پرونیو ناکراریو کې سلګونو کسانو برخه لرله.
یو پنځه ویشت کلن ځوان چې د دې سیمې اوسیدونکی و؛ د پنجشنبې په ورځ د یو شمېر کسانو له خوا په ډزو وژل شوی و. د سیمې اوسیدونکي وايي بریدکونکي قفقازیان وو.