افغان امنیتي ځواک د امریکايي ځواکونو له خوا د لطیف الله له نیول کېدو بې خبره دی

د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست یو چارواکی وايي چې؛ بهرنیو ځواکونو د پاکستانیو طالبانو د یوه مشر لطیف مسعود د نیولو په اړه نه وو خبر کړي.

دې چارواکي د نوم د نه خپریدو په شرط ازاډي راډیو ته وویل چې؛ دوی اوس هم له مسعوده نه دي خبر.

د امریکا حکومت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې؛ د پاکستانیو طالبانو دغه مشر یې په افغانستان کې نیولی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي چې؛ لطیف مسعود د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوی دی.

بل خوا د سولې عالي شورا نن له امریکا څخه وغوښتل چې؛ نوموړی خوشې کړي ځکه د ده خوشې کېدل د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته کولای شي.