شاوخوا دوه میلیونو کسانو په سعودي عربستان کې د سږ کال د حج د اداکولو په ترڅ کې نن له مکې معظمې څخه د مینا په لور حرکت وکړ.
په مینا کې به حاجیان لمونځونه کوي، شپه به تیروي او سبا ته به د حج د اساسي رکن عرفات د ادا کولو لپاره وخوځیږي.
په سعودي عربستان کې سږ کال د حج مناسک په داسې حال کې پیلیږي چې په دغه هیواد کې د یو ډول تنفسي ویروس د خپرېدو په اړه اندیښنې موجودې دي.
سعودي چارواکو د حاجیانو د روغتیايي اسانتیاو لپاره پراخ تدابیر نیولي دي.