چارواکي وايي چې، د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې دوه ځان وژونکي د خپلو چاودیدنکو موادو په چاودنه کې ووژل شول.
د ارغنداب ولسوال شامحمد احمدي ازادۍ راډيو ته وویل، تراوسه معلومه نه ده چې؛ د دغو ځان وژونکو هدف کوم ځای و.
تراوسه وسله والو مخالفانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
د هلمند چارواکي وايي، نن له غرمي مخکې په مركز لښكرګاه کې په یوې چاودني کې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
د دې ولایت د والي ویاند عمر ځواک ازادۍ راډيو ته وویل چې؛ دغه چاودیدونکي مواد په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي وو.