د عراق د سماره ښار په یوه بازار کې یوې چاودنې ۱۲ تنه ووژل

د عراق په سماره ښار کې پرون د ترکاریو او مېوو د بازار مخته په یوه چاودنه کې لږترلږه ۱۲ تنه ووژل شول.

بم په یوه موټر کې اېښودل شوی و او د پولیسو په وینا د بازار دروازې ته نژدې وچاودېده.

د چاودنې پر مهال خلکو د لوی اختر لپاره، چې د سې شنبې په ورځ اعلان شوی، سوداوې رانیولې.

د پولیسو په وینا، په دې چاودنه کې شاوخوا ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

تراوسه پورې د دې چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.