اشفاق کیاني له طالبانو سره د حکومت د مذاکرو هرکلۍ وکړ

څه موده وړاندې د پاکستان د سني دیني مدرسو چلوونکو وفاق المدارس په پاکستانې طالبانو او حکومت غږ کړی و، د دوي ترمنځ روانه جګړه چې یوې کورنۍ جګړې ته ورته ده، باید سمدستي بنده شي او په خپلو کې باید سوله وکړي.

تحریک طالبان پاکستان ویلې، چې لومړی ګام باید حکومت پورته کړي او اوربند دې اعلان کړي.

د پاکستان د پوځ لوي درستیز جنرال اشفاق کیانې د شنبې په ورځ له طالبانو سره د حکومت د مذاکرو هرکلۍ وکړ.

د پاکستان د پوځ لوي درستیز جنرال اشفاق کیانې د شنبې په ورځ وویل، پوځ په هېواد کې د وسله والو شخړو او جګړو د ختمولو په مقصد له طالبانو سره د حکومت د مذاکرې کولو د پالیسۍ ملاتړ کوي.

د پاکستان مهمو ګوندو هم تیره میاشت د حکومت د هغه وړاندیز ملاتړ کړی و چې وایي، له وسله والو سره باید خبري وشي.

په پاکستان کې له ۲۰۰۷ کال راهیسې د طالبانو وسله وال مقاومت او جکړې روانې دي.

د تحریک طالبان پاکستان ډله چې د څو وسله والو ډلو له ایتلاف څخه جوړه ده او مشر یي حکمت الله محسود دی، له حکومت سره د خبرو لپاره یي ځینی شرایط وړاندې کړي دي.

په دې شرایطو کې دا هم راغلي چې حکومت باید اوربند اعلان کړي او د افغانستان پولي ته نږدې له قبایلي سیمو باید خپل ځواکونه وباسي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني د شنبې په ورځ په ایبټ آباد کې د پوځې اکاډمي فارغانو ته په وینا کې وویل، د هېواد ملي مشرتابه پریکړه کړې چې؛ له تروریزم سره د اړوندو مسلو د حل لپاره مذاکرو ته فرصت ورکړي او د پاکستان پوځ له دغې عملیې څخه په بشپړ ډول ملاتړ کوي.

کیاني د پوځي اکاډمي په دې وینا کې چې د پاکستان ملي تلویزیون خپره کړه، وویل: د تروریزم لپاره د یوه حل میندل اړین دی.

ده زیاته کړه، دا پدیده د پاکستان د اساسي مفکورې او اسلامې اصولو پر خلاف ده. پوځ به ډير خوښ وې که چیري د خبرو له لاري دغې ستونزې ته یو حل پيدا شي.

کیانې وویل، د قوي استعمال به وروستی انتخاب وي.

جنرال کیانې چې په راتلونکې میاشت کې به د خپلې دندې له دوهمې دورې څخه تقاعد وکړي، دا آوازې یي رد کړې چې ګوندي پوځ د وسله والو پر ضد عملیاتو کې ناکامه شوی او خبرو ته یي مخه کړیده.

ده وویل، دا خبره له حقیقته ډيره لري ده. کیانې په ۲۰۰۹ م کال کې په سوات درې کې عملیاتو ته اشاره وکړه چې د څلورو میاشتو موده کې یي سیمه له تروریستانو پاکه کړي وه.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف د پنجشنې په ورځ د حکمت الله محسود دهغو څرګندونو په ځواب کې چې وایي ، حکومت د مذاکرو لپاره پاخه ګامونه ندي پورته کړي ، وویل حکومت یي له طالبانو سره د سولې د خبرو په کار کې صادق دی.

نواز شریف په پیښور ښار کې وویل چې له طالبانو سره د خبرود پیل په کار کې پرمختګ شویدی.