د نړیوال بانک له یوه راپور سره سم له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو او د تاوتریخوالو له زیاتېدو سره به د افغانستان اقتصادي وده په سلو کې لس راټیټه شي.
په راپور کې اټکل شوی چې د افغانستان اقتصادي وده ښايي سږکال په سلو کې ۳،۱ او په ۲۰۱۴ کال کې په سلو کې ۳،۵ ته ورسېږي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۲ کال کې د دې هېواد اقتصادي وده په سلو کې ۱۴،۴ وه.
نړیوال بانک د جنوبي آسیا په اړه په خپل راپور کې د افغانستان په هکله لیکي چې د افغانستان حکومت د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په درشل کې له ناامنۍ سره مخامخ دی چې له دې سره د طبیعي زیرمو د استخراج لپاره پلانونه هم ځنډېدلي دي.
په راپور کې راغلي دي، د افغانستان اقتصادي حرکت د سیاسي او اقتصادي انتقال د مبهم حالت له کبله پڅ شوی دی.
خو د دې خپرونې په دوهم ساعت کې یعني د څلورو بجو له خبرونو وروسته په راروان ژمي کې د کورنیو بې ځایه شویو او په غرنیو سیمو کې د پرتو کسانو د ژغورنې لپاره پر تدابیرو خبرې کوو.
تېر او وړم کال د کابل په شمول په یو شمېر سیمو کې د سخت واورو، یخنۍ او برف کوچونو له کبله یو شمېر خلک مړه او یو شمېر نور له سخت تکلیفونو سره مخامخ شول.
د افغانستان د اضطراي مرستو د ادارې په شمول اړوندو اورګانونو د ورته پېښو د نه تکرارېدو لپاره څه اقدامات کړي دي.
Your browser doesn’t support HTML5
تر شنه اسمان لاندې - لومړۍ برخه
Your browser doesn’t support HTML5
تر شنه اسمان لاندې - دويمه برخه