د سولې عالي شورا مسولین وايي چې، د پاکستان د جمعیت علماى اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن سره یې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې اترې کړي دي.
مولانا فضل الرحمن تیره ورځ پلازمیني کابل ته راغلی دی.
د سولي دعالي شورا ویاند شهزاده شاهد له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د مولانا فضل الرحمن دا سفر ګټور وباله.
له دې وړاندې جمهوري ریاست هم د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي وو؛ چې فضل الرحمن پرون له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې د ټروريزم او افراطيت په وړاندې د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړې.
په دې اعلامیه کې راغلي چې دواړو مشرانو پرون په ارګ کې پر دې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پراختيا خبرې وکړې.