د افغان چارواکو په وینا، چې جمهور رییس حامد کرزي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري نن هم په کابل کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي او دفاعي سند په اړه خبرې وکړې.
ټاکل شوې چې نن دواړه په یوه ګډ خبري کنفرانس کې راڅرګند شي او د خپلو مذاکراتو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړي.
جان کري پرون په ناڅاپي سفر کابل ته سفر وکړ او له ولسمشر کرزي سره یې بیړنۍ خبرې په ارګ کې پیل کړې چې؛ په افغانستان کې د امریکا سفیر "جیمز کننګهم" هم په دې خبرو کې حاضر و.
ځیني امریکایي چارواکي وایي، د امریکا او افغانستان تر منځ د امنیتي تړون په برخه کې اختلافات لږ شوې دي.
امریکا غواړي چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه له افغانستان سره پر امنیتي او دفاعي سند موافقه ترلاسه کړي.