د غزني په اندړو کې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ نښته شوې

د غزني چارواکي وايي، پرون ناوخته د اندړو ولسوالۍ په جمال کلا او بسانې سيمو کې ملي پوليسو، ملي اردو او سيمه ييزو پوليسو له طالبانو سره نښته کړې ده چې؛ په کې دوه تنه وسله وال وژل شوي او زرګونه کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي هم ورڅخه نيول شوي دي.

د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي، وروسته افغان سرتېرو د لارې پر سر، نيول شوی په چاودېدونکيو توکو بار موټر چوولی او جسدونه يې له ځان سره د ولسوالۍ ودانۍ ته وړي دي.

دی وايي، د چاودنې له امله، د چاودنې ځای ته په درې کيلو مټره واټن کې د خلکو د کورونو ښيښې ماتې شوې دي.

دېسيوال وايي، په چاودنه او عملياتو کې افغان سرتېرو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی، خو ځينې سرچينې بيا وايي، چې په نښته کې د ملي اردو يو سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.