د تاجکستان جمهوري ریاست ته کاندیده وايي په انتخاباتو کې ګډون نه کوي

په تاجکستان کې د جمهوري ریاست لپاره د اپوزیسیون کاندیده "آیینه حال بابو نظرووا" وايي چې د نومبر د شپږمې په انتخاباتو کې ګډون نه کوي.

د تاجکستان د انتخاباتو مرکزي کمیسون نن اعلان وکړ چې؛ د ممکنو کاندیدانو لپاره د نوم ثبتولو ضرب الاجل یې یوه ورځ نور هم تمدید کړی؛ څو د بابو نظرووا په ګډون ټول ممکن کاندیدان د کاندیدۍ لپاره دوه لکه لس زره لاسلیکونه را غونډ کړي.

خو بابونظرووا نن ازادي راډیو ته وویل چې؛ دا په انتخاباتو کې برخه نه اخلي او دلیل دا دی چې ونه توانیده چې په ټاکلي وخت کې کافي لاسلیکونه راغونډ کړي.

د اپوزیسیون ستر ګوند د تاجکستان اسلامي نهضت، د سوشیال ډیموکرات ګوند یو ایتلاف او ګڼ شمیر پیژندل شوي سیاسي څيرې د بابونظرووا د کاندیدۍ ملاتړ کوي.