د راروان فوټبال نړیوال جام په سیالیو کې د ګډون لپاره د ۶ ملیونه ټکټونو غوښتنه شوې

د فوټبال نړیوال فدراسیون (FIFA) وايي چې؛ د را روان کال د فوټبال د نړیوال جام په مسابقو کې د ګډون لپاره د شپږ ملیونه ټکټونو غوښتنه شوې ده.

دا مسابقې به په برازیل کې کیږي.

د فیفا خبرپاڼه وايي، د ټکټونو د خرڅلاو د بهیر له پيل سره د نړۍ له درویشتو هېوادونو څه باندې شپږ ملیونه کسانو د ټکټونو د اخیستلو غوښتنه کړې چې؛ تر اویا فیصده زیات یې په خپله برازیلیان او وروسته بیا امریکايیان، جرمنانا او د ارجنټاین خلک دي.

د ټکټونو د خرڅولو د بهیر دریمه برخه د نومبر په پينځمه پيل کیږي.