په نړۍ کې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان سږکال د نوبل د سولې د جایزه وګټله.
د نوبل کمیټې مشر توربیورن یاګلند نن د دې خبر د اعلان سره سم وویل:
"د اولې نړیوالې جګړې په وخت کې د کیمیاوي وسلو څخه ډير کار اخیستل شوی و. په نولس سوه پینځه ویشت (میلادي) کال کې د جنیوا کنوانیسون پر دې بندیز ولګاوه؛ خو د دې وسلو پر تولید او ذخیره کولو بندیز نه و.
په دومهمه نړیواله جګړه کې د هټلر د ډله ییزې وژنې په مرکزونو کې د کیمیاوي موادو څخه زیات کار اخیستل شوی و."
په نړۍ کې د کیمیاوي وسلو د پراختیا د مخنیوي دا غیر حکومتي اداره د کیمیاوي وسلو د نړیوال کنوانسیون د څارنې؛ د معلوماتو راغونډولو او څيړنو مسوولیت لري.
د همدې ادارې کارپوهان د ملګرو ملتونو سازمان په هغه ډله کې سوریې ته تللي و چې؛ د بشار الاسد د رژیم له خوا یې د کیمیاوي وسلو د استعمال د امکان په اړه څيړنه کوله.
د کیمیاوي وسلو د مخینوي نړیوال سازمان اوسمهال په سوریه کې د اټمي وسلو د زېرمو د له منځه وړلو د ماموریت څارنه کوي.