د پورونو په اړه د اوباما او اپوزسیون له مشرانو سره خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې

د ولسمشر بارک اوباما او د اپوزسیون د جمهوري غوښتونکو مشرانو تر منځ د امریکا د پورونو د اندازې د زیاتولو پر سره خبرې پرته له کومې پریکړې پای ته رسیدلې دي.

د سپینې ماڼۍ په یو بیان کې دا خبرې اترې ښې بلل شوي؛ خو زیاته کړې یې ده، دواړو لورو په دې خبرو اترو کې د رامنځ ته شوي په ټپه دریدلې حالت څخه وتلو کومه لاره ونه مونده.

د استازو په مجلس کې د اکثریت جمهوري غوښتونکو مشر "ایریک کانټر"، دا خبرې اترې ډیرې ګټورې بللي او ویلې یې دي د ولسمشر بارک اوباما له ډيموکراټانو سره به بحثونه د پنجشنبې په شپه هم دوام وکړي.

د امریکا د استازو د مجلس غړي باید د اکټوبر تر اولسمې نیټې پورې د امریکا د متحدو ایالتونو د پور اندازه لږ تر لږه د موقت وخت لپاره زیاته کړي.

دا مهال دا اندازه شپاړس عشاریه اوه ټریولونه ټاکل شوې ده.

که دا کار ونه شي، د امریکا د پورونو سیسټم به له خطر سره مخ شي چې؛ په نړیوال مالي سیسټم به هم اغیز وکړي.