د لیبیا دولتي تلویزیون اعلان وکړ چې د دغه هیواد صدراعظم علي زیدان څو ساعته وروسته تر دې چې د پخوانیو یاغیانو یوې ډلې ونیو، خوشې شو.
تراوسه د زیدان د خوشي کیدو په اړه نور توضیحات نه دې ورکړل شوي. نن سهار یوې پخوانۍ وسله والې ډلې وویل، دوی زیدان د دې لپاره نیولی دی چې د هغه حکومت د امریکایانو له لورې د شنبې په ورځ د القاعده شبکې د یوه مشکوک مشر په نیولو کې مرسته وکړه.
دغې ډلې څرګنده کړه چې دوی زیدان د څارنوالانو په امر نیولی، خو حکومت دا خبره رد کړه او دا کار یې یو جنایي عمل وباله.
د لیبیا حکومت د پخواني واکمن معمر القذافي له وژلو دوه کاله وروسته لاهم له وسله والو سیالو ډلو سره په مبارزې بوخت دی.