د بشر د حقونو کمیسیون د بشري حقونو د څار ټولنې له غوښتنې څخه ملاتړ وکړ

د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون د بشري حقونو د څار ټولنې له غوښتنې څخه ملاتړ وکړ چې وايي، د جمهوري ریاست د انتخاباتو د کاندیدانو له لست څخه دې د بشري حقونو څخه د سرغړونکو نومونه لرې شي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې؛ په دې اړه عدلي او قضايي ارګانونه باید د انتخاباتې شکایتونو داوریدو له کمیسون سره په ګډه کار وکړي.

د جمهوري ریاست د ۲۷ کاندیدانو په ډله کې چې د یکشنبې تر ورځې یې خپل نومونه ثبت کړي، یو شمیرداسې کاندیدان هم شته چې په افغانستان کې په تیرو کورنیو جګړو او نا ارامیو کې ښکېل وو.