مصر: یوه موټر بم درې عسکر او یو پولیس وژلي دي

د مصر امنیتي چارواکې وایي، یوه موټر بم درې عسکر او یو پولیس د سنا ټاپوزمه د یوه ساحلي ښار په یوه امنیتي پوسته کې وژلي دي.

دغو چارواکو چې د نومونه د نه څرګندونو په شرط خبرې کولې، وویل، دغه برید نن د العرش د ښار بهر وشو.

د رپوټ له مخې بم هغه وخت وچاودید چې عسکرو او د پولیسو یوه افسر د موټر تلاشي کوله. دې چاودنې پنځه تنه نور ټپیان شوې دي.

له څو کلونو راهیسې مسلمان وسله وال په سنا کې پر حکومتي ځواکونو بریدونه کوي، خو د جولای له میاشتې راپه دې خوا چې اسلام پلوه ولسمشر محمد مرسي له واکه لرې شوی دی، دغه بریدونه زیات شوې دي.