د خوست سیمه ییز مسولین وايي، د ځمکو غصب د عام المنفعه پروژو تطبیق له خنډ سره مخ کړی دی.
د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ ازادۍ راډیو ته وویل، په یاد ولایت کې د پرمختیايي پروژو د پلي کیدو پر وړاندې د ځمکو غصب جدي ستونزۍ رامنځته کړي او له همدې امله خوست ته د ملیونونو ډالرو منظورې شوې پروژې بیرته مستردې شوي دي.
له دې پخوا د خوست د کرنې او مالدارۍ ریاست ویلي وو چې په دې ولایت کې د زورواکو او ځايي خلکو له خوا نږدې یو لک جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.