لیبیا: صدراعظم علي زیدان د وسله والو له خوا برمته شوی

د لیبیا حکومت وایي، صدراعظم علي زیدان د وسله والو له خوا برمته شوی او یوه نامعلوم ځای ته وړل شوی دی.

حکومت په یوه بیان کې وویل چې؛ زیدان نن سهار وختي د یوې ډلې سړو له خوا چې د پخوانیو وسله والو ګومان پرې شوی، تښتول شوی او انګیزه یي نه ده معلومه.

راپورونه وایي چې؛ زیدان د لیبیا د پایتخت طرابلس له یوه هوټل څخه برمته شوی دی.

د هغه د برمته کیدو پیښه څو ورځې وروسته له هغې رامنځ ته کیږي چې؛ امریکایي ځواکونو د تیرې شنبې په ورځ په طرابلس کې د عملیاتو په ترڅ کې د القاعده یو مشکوک تروریست ابو انس اللیبي ونیو چې؛ اوس د امریکا په بند کې دی.

د لیبیا چارواکي په ۲۰۱۱ کال کې د کورنی جګړې او د پخواني واکمن معمر قذافي له وژل کیدو وروسته د وسله والو ډلو ترمنځ د اختلافاتو د له منځه وړلو هلې ځلې کوي.