خو د افغانستان د پولیسو یو چارواکې جنرال داوود آمین بیا دا خبره نه مني او وايي چې د قانون پر وړاندې هيڅ زورواکې او کمزوری نشته. له قانونه سرغړونه جرم دی او مجرم که هرڅوک وي جزا به ورکول کېږي، جنرال امین زیاتوي:
"هيڅ داسې زورواکې نشته، چې د قانون پر وړاندې له زوره کار واخلي. دا په ځانګړي ډول په کابل کې هسې یو رواج شوی، چې وايي پلانی زورواکې دی. څوک چې له قانونه سرغړونه کوي که په هره کچه وي، حتی که د جمهوررئس زوی هم وي، هغه قانوناً حق نه لري چې پوهنتون ته له ځانه سره وسله یوسي. که هر څوک داسې کوي، موږ یې نيسو، وسله هم ترې اخلو او جزا هم ورکوو، که هغه هرڅوک وي."
"له بده مرغه ځينې هغه کسان چې د دولتي مقاماتو اړوند وي؛ ښايي د داسې ځينو ستونځو د راولاړولو سبب شوي وي، خو موږ بیا هم هڅه کوو او د دغو ستونځو د له منځه وړلو لپاره قانون تطبیقوو. دا خبره سمه نده چې پولیس له دوی سره لاس لري. پولیس خو د داسې پيښو د مخنيوي لپاره هلته ګمارل شوي دي. بیا هم که څوک داسې کومه پيښه ويني زموږ وړیا شمېرې 119 ته دې زنګ ووهي او موږ ته دې شکایت وکړي. که زنګ نشي وهلی نو زموږ هغو شکایت بکسونو ته چې هلته لګول شوي خپل شکایت وليکي. یا دې ځايي پولیسو ته خبر ورکړي. موږ به هماغه شیبه اقدام وکړو."
بې پلانه ځوانان:
که د ستونځو له منځه وړل وي او که یوه منزل ته د ځان رسول. هوډ او همت د هر کار لپاره ضروري دی. خو څه وايي، چې هر عمل په نیت پورې تړلی دی. که چېرې د هر کار لپاره یو منظم پلان ولرو، ښايي کارونه مو ښه او په وخت ترسره کړو، کنه نو رانه ګډوډ به وي.
منصور د پکتیکا ولایت اوسیدونکې ځوان دی، هغه وايي، چې د ژوندانه کارونو لپاره کوم پلان نه لرم، بس لګیا یم ژوند کوم، تر اوسه یې په ګټه او تاوان هم نه یم پوهیدلی.
نذیر احمد بیا هغه ځوان دی، چې وايي زما په شمول زیاتره ځوانان د کارونو لپاره پلان نه لري ځکه ترې د نن کار سبا ته پاتې کېږي او بیا کارونه پرې دومره ډیر شي، چې له هودې یې نشي وتلی.
یو بل ځوان مسلمیار د کلیوالو ځوانانو په اړه وايي، چې ټوله ورځ کوڅې ګز کوي، پر پولو پټیو ګرځي او بې کاره شپې ورځې تېروي.خو هشمت الله بیا هغه ځوان دی، چې د ژوند چارو ته منظم پلانونه لري، د هرکال، میاشتې او اوونۍ لپاره یې منظم مهال ویش جوړ کړی، حتی یوه وړه کتابچه لري، چې ځان ته هدفونه پکې ټاکي او هغوی ته د رسیدو لپاره هڅه کوي، چې تر ډیره ځایه ځان بریالی بولي.
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې ځوان استاد اجمل ښکلی وايي، چې د هر کار لپاره یو منظم پلان ضروري دی، خو که څوک یې ونه لري، نو کارونه ورباندې ډيريږي او ناکاميږي، دی په ازموینو کې د خپلو شاګردانو د ناکامیدو یو علت هم د دوی بې پلاني بولي.
استاد ښکلی زیاتوي، چې که یو خوا د ژوند چارو د منظمولو او په وخت سره د هغوی ته پای ته رسولو لپاره پلان لرل راسره مرسته کوي، نو بلخوا یو ذهني تسکېن هم رابخښي، چې د ذهني تسکېن په درلودلو سره هر کار ښه پرمخ ځي.