د پاکستاني طالبانو مشر حکيم الله مسود وايي، د ده ډله لا هم د سولې خبرو ته تياره ده.
حکيم الله مسود په يوه مرکه کې، چې پرون خپره شوه، د پاکستان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره د جدي ګام په اخيستلو کې په پاتې راتلو تورن کړ.
تېره مياشت، وروسته له دې چې اسلام اباد له طالبانو سره د خبرو وړانديز وکړ، وسله والو په پاکستان کې بريدونو ته زور ورکړ.
مسود وويل، حتي که بهرني پوځيان راتلونکي کال له افغانستانه ووځي هم، په پاکستان کې به د دوي حملې دوام وکړي.
ده وويل. که پر پاکستان د بې پېلوټه الوتکو بريدونه ودرول شي طالبان تيار دي چې د سولې خبرې وکړي.
د پاکستاني طالبانو تحريک تر دې مخکې د سولې د خبرو لپاره له ټولو قبايلي سيمو څخه د پاکستاني پوځيانو د وتلو او د اوربند د اعلانولو شرطونه ايښي ول.
امريکا د حکيم الله مسود پر سر پنځه مليون ډالره جايزه اعلان کړې ده.