ملي امنیت په راتلونکي اختر کې انتحاري حمله کوونکی نیولی دی

د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، هغه کس یې نیولی چې غوښتل یې د اختر په ورځو کې انتحاري حمله وکړي.

د ملي امنیت ریاست د رسنیو څانګه وایي چې؛ نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی او ویلې یې دي چې، د پاکستان په وزیرستان کې یې تروریستي زده کړې کړي دي.

نیول شوي کس ویلي چې، د تبلیغاتي فلمونو په لیدلو سره انتحاري حملې ته چمتو شوی دی.