د متحده ایالاتو ولسمشر وايي، د القاعده شبکې نیول شوی غړی "انس اللیبي" به د امریکا د قانوني سیستم پر اساس محاکمه کیږي.
انس اللیبي تیره شنبه د امریکا ځانګړو ځواکونو د لیبیا په پایتخت طرابلس کې ونیو او دا مهال ترې تحقیقات روان دي.
ولسمشر اوباما وویل، هېواد يې کره شواهد لري چې، ښيي اللیبي په هغو تروریستي فعالیتونو کې لاس لري چې؛ د ګڼشمیر امریکایانو په ګډون په کې سلګونه کسان وژل شوي دي.
خو جمهور رییس اوباما دا پوښتنه په واضحه توګه ځواب نه کړه چې؛ ایا په لیبیا کې د امریکايي ځواکونو له خوا د انس اللیبي نیونه له نړیوال قانون څخه سرغړونه ده او کنه.
امریکا وايي، انس اللیبي په ۱۹۹۸م کال کې په تنزانیا او کینیا کې د متحده ایالاتو پر سفارتونو باندې په بمي حملو کې لاس درلود.
اخوا بیا د لیبیا حکومت د دې هیواد پر خاوره د اللیبي د نیولو په هدف د امریکايي کمانډو ځواکونو د عملیاتو په اړه له واشنګتن څخه د سپیناوي غوښتنه کړې ده.