د راتلونکې لویې جرګې د امنیت ټینګولو لپاره یوه کمېته ټاکل شوې

د لویې جرګې د امنیت ټینګولو لپاره چې ټاکل شوې تر یوې میاشتې جوړه شي؛ یوه کمیټه ټاکل شوې.

د وزیرانو شورا د چارو اداره وایي چې؛ ولسمشر کرزي د دې کمیټې مشري د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال محمد ایوب سالنګي ته سپارلې ده.

افغان چارواکي وایي چې، د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي او دفاعي سند په هکله خبرې حساسې مرحلې ته رسیدلي او باید چې په دې اړه مشورتي لویه جرګه پریکړه وکړي.