روسیه: افغان ځواکونو تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امینتي مسوولیت د اخیستو وړتیا نه لري

د روسیې د بهرنیو چارو وزیروایي، افغان امنیتي ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال ترپایه چې؛ له دې هېواده نړیوال ځواکونه وځي؛ ونه شي کولای چې په خپله د هیواد امنیتي مسولیتونه په غاړه واخلي.

سرګي لاورف دغه راز په افغانستان کې د ناټو او امریکا د نویو پوځي اډو د جوړېدو په اړه هم شک څرګند کړ.

لاوروف وویل چې، د نړیوال ایتلاف ځواکونه له افغانستانه په دې خاطر وځي چې؛ ګومان کوي دا هېواد امن شوی او افغان ځواکونه په خپله کولای شي امنیتي چارې سمبال کړي؛ خو د هغه په وینا خبره داسې نه ده. د ورځې په تیرېدو سره څرګندیږي چې؛ دغه ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال ترپایه ونشي کولای چې؛ دغه مسوولیت ته ځان تیارکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیردغه راز وویل؛ د افغانستان وضعیت ترهغو پورې له سیاسي لارې نه شي حل کېدای ترڅو پورې چې؛ طالبان د افغانستان له حکومت سره خبروته حاضر نه شي.