اوباما: د یوشمېر دولتي ادارو تړل کېدول په نړۍ کې زموږ اعتبار زیانمن کړی

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما وایي، په هېواد کې د یوشمېر دولتي ادارو تړل کېدو چې کانګرس یې سبب شوی؛ ځکه د بودجې په تصویب کې پاتې راغلی، په نړۍ کې زموږ اعتبار زیانمن کړی.

اوباما دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې په داسې حال کې وکړې؛ چې پرون د یوشمېر دولتي ادارو د تړل کېدو اتمه ورځ وه.

"همدا روانه اونۍ ما د امریکا لپاره د کاري فرصتونو د زیاتوالي او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره په اسیا کې مهمې غونډې له لاسه ورکړې. که څه هم چې دا به ترهغو پورې چې کارونه سموو؛ اوږدمهاله زیان ونه رسوي؛ خو په هرصورت زموږ دې کار په نړۍ کې زموږ اعتبار زیانمن کړی. له دې داسې څرګندیږي چې؛ ګواکې موږ نه شوکولای په ګډه عمل وکړو."

جمهوري غوښتونکي چې، په استازیو جرګه کې اکثریت لري، د نوي مالي کال د بودجې د تصویبیدو لپاره د ټولو امریکایانو لپاره د اوباما د روغتیایي خدماتو په قانون کې د بدلون راوستو غوښتونکي دي.

پرون د ورځې په لومړیو کې اوباما د استازیو جرګې له جمهوري غوښتونکي مشر "جان بوینر" څخه وغوښتل چې؛ د امریکا د پورونو د اندازې د لوړولو په اړه رایې واخلي.

او باما دغه راز وویل چې، دغه وضعیت پر ډېرو اقتصادي چارو ناوړه اغیزکړی دی.

"په یوه اونۍ کې دغې مسالې چې هیڅ منطق نه لري؛ سوداګریزې چارې دې ته اړکړی چې پرلګښتونو او د خلکو په ګمارلو له سره غوروکړي. موږ وینو چې، د مصرف کونکو اعتماد له ۲۰۰۸ کال راهیسې ترټولو ټیت حد ته رسیدلی، موږوینو چې د کورونو لپاره بانکي پورونه پورته تللي او په زرګونو کور اخیستونکي د اقتصادي وضعیت په اړه ډاډه نه دي، دا ټول زموږ د بودجې کسر زیاتوي، دا ټول د بودجې کسرنه کموي."