شمالي کوریا: د جنوبي کوریا سواحلو ته د امریکايي کښتیو استول به ناوړه عواقب ولري

شمالې کوریا وایي، خپل پوځ یې د عملیاتو لپاره د څار په جګ حالت کې ساتلي دي.

د شمالې کوریا د پوځ یوه ویاند نن د امریکا متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړ چې؛ د جنوبي کوریا بندر ته د جنګي الوتکو وړونکې سترې بیړۍ په ګډون د یو شمېر کېښتیو استول به ناوړه عواقب ولري.

د شمالي کوریا د دولتي تلویزیون یوې ویاندې په پوینګ یونګ کي وویل:

"د کوریا د خلکو د پوځ ټولو قطعاتو او پوځیانو ته د سترې قوماندانۍ له خوا عاجل امر شوی؛ د پوځي عملیاتو په پلان چې همدا اوس تر لاس لاندې دی، له سره غور وکړي او په هرې لحظې کې چټکو عملیاتو ته باید پوره چمتو اوسي."

د جنوبي کوریا دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ ویلي وو؛ چې د شمالي کوریا له خوا هر ډول انتقاد غلط او بې ځایه دی.

د اګست میاشت کې د جنوبې او شمالې کوریاو تر منځ خبرو وروسته؛ د دواړو هېوادو ترمنځ ګډ صنعتې تاسیسات چې د اپریل میاشت کې د سختو شخړو له امله تړل شوي وو؛ بېرته پرانستل شول.

له هغه وخت راهیسې د دواړو اړخونو ترمنځ خبرې په ټپه درېدلي دي.