بهرنیو هېوادونو ته د افغاني غالیو صادرات ۸۰ سلنه کم شوي دي

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولین وایي چې؛ په وروستیو شپږو کلونو کې بهرنیو هیوادونو ته د افغاني غالیو صادرات اتیا فیصده کم شوي.

د دې وزارت د خصوصي سکټور د انکشاف د برخې مرستیال "متصل کمکي" آزادي راډيو ته وویل چې؛ د امکاناتو او وسایلو محدودیت د غالیو د صادراتو د کموالي یو عمده لامل دی.

غالۍ د افغانستان د صادراتو یوه عمده برخه جوړوي او نړیوال شهرت لري. خو د افغانستان د غالیو ډیره برخه اوس د پاکستان له لارې او د دې هېواد په نامه بهر ته صادریږي.