په بغلان کې د غیر مسووله وسله والو د نیولو کمپاین پیل شوی دی

د بغلان چارواکي په دې ولایت کې یې د غیر مسوولو وسله والو ډلو د نیولو لپاره یو کمپاین پیل کړی.

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت آزادي راډيو ته وویل؛ چې دا کمپاین پرون پیل شو او تر هغو به دوام وکړي، څو دا ولایت د وسله والو ډلو له موجودیته پاک کړي.

د ښاغلي بشارت په خبره په دې کمپاین کې ملي پولیس؛ ملي اردو او ملي امنیت ځواکونه اوږه په اوږه همکاري کوي.