اوباما هیله مند دی چې امنیتي تړون به په راتلونکو څو اونیو کې لاسلیک شي

امریکايي چارواکي وايي، د ولسمشربارک اوباما اداره لاهم هیله منه ده چې د افغانستان او امریکا ترمینځ د امنیتي تړون په اړه موافقه به په راتلونکو څو اونیو کې ترلاسه شي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاندې "ماري هرف" Marie Harf پرون وویل چې؛ دواړو اړخونو په خبرو کې پرمختګ کړی:

"له افغانستان سره د دوه اړخیزې امنیتي موافقې د لاسلیک لپاره ګډ کار روان دی. موږ په دې باور یو چې، په دې اړه ژرترژره موافقه په ګڼو دلایلو مهمه ده. یو دلیل دا دی چې، د امریکا او ناټو پلانونه باید پرمخ ولاړ شي.

د افغان ځواکونو په وړتیا کې هم ښه پرمختګ شوی؛ خو افغانستان د نړیوالو مرستې ته اړ دی څو خپل ځواکونه چې د دې هېواد او وګړو ساتنه وکړي، جوړ کړي."

د امریکايي چارواکو له خوا دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې؛ پرون افغان ولسمشر په خپله یوه وینا کې؛ د امریکا او ناټو پر ځواکونو انتقاد وکړ او ویې ویل چې، دوی د افغانستان ملي حاکمیت په پرله پسې ډول تر پښو لاندې کړی دی.