یوکې اېډ له ۱۴ افغاني شرکتونو سره د ۴ ملیونو ډالرو مرسته وکړه

د برتانیا د نړیوالو مرستو یوې موسسې یا "یو. کې ایډ" تېره ورځ له ۱۴ افغاني شرکتونو سره د ۴ ملیونو ډالرو مرسته وکړه.

د دې مرستې موافقه په کابل کې د برتانیا په سفارت کې لاسلیک شوه.

د برتانیا سفیر وویل، یو کې ایډ له ۲۰۱۲م کال راهیسې د افغانستان د اقتصادي ودې او پر خپلو پښو د افغاني شرکتونو د دریدو په هدف د دغو مرستو لړی پیل کړې ده.

ټاکل شوې ده چې، د برتانیا له خوا مرسته شوي دا څلور میلیونه ډالر د ۱۴ افغاني شرکتونو له خوا د روغتیا، کانونو، لاسې صنایعو او تخنیک په برخه کې ولږیږي.