ولسمشر حامد کرزی وايي، بهرنیانو ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې مداخله وکړي.
ښاغلي کرزي چې؛ پرون يې یوه خبري کانفرانس ته څرګندونې کولې دا ژمنه هم وکړه چې؛ د انتخاباتو په پروسه کې به د دولتي امکاناتو څخه د استفادې مخه نیسي.
د افغانستان د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره ۲۷ کسانو ځانونه کاندید کړي دي.
ولسمشر حامد کرزۍ وايي، د ۲۰۰۹ م په انتخاباتو کې څرنګه چې لازمه هغه شان د مداخلو په ځانګړو توګه د بهرنیانو د لاس وهنې مخه ونه نیول شوه خو د نوموړي په وینا دا ځل به دی چپ پاتې نشي.
حامد کرزي چې پرون يې په کابل کې یوې خبري غونډې څرګندونې کولې د ولسمشرۍ د څوکې لپاره د حکومت د وسله والې مخالفې ډلې حزب اسلامي د یوه مهم غړي قطب الدین هلال کاندیدیدو ته په اشارې سره وویل، وسله وال طالبان هم کولای شي په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون وکړي.
د افغانستان جمهور رئیس وویل، هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د یوه مشخص کاندید په ګټه له دولتي امکاناتو استفاده وکړي:
"وروسته له دې چې نومونه ثبت شول دوه نور مهم اصول دي چې باید عملي شي. لومړی د حکومت بشپړه بې طرفي او د چارواکو له خوا د کوم کاندید په ګټه او یا زیان د دولتي وسایل نه کارول.او دوهمه خبره دا چې بهرنیان باید په دې پروسه کې مداخله ونکړي."
ولسمشر کرزي د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته د زیات شمېر کاندیدانو د دریدو په اړه وویل، دا د افغانانو تر منځ یووالۍ ښيي او دا د شفافیت او ډیموکراسۍ په لور یو بل ګام دی.
د ۱۳۹۳ هجري لمریز کال د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته د کاندیدانو د نوم لیکنې پروسه تیره یکشنبې پای ته ورسیده .
د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي د راتلونکې حمل میاشتې په ۱۶ نیټه د ولسمشرۍ د کیدونکو انتخاباتو لپاره ۲۷ کسانو ځانونه کاندید کړي دي.