کري: بشاراسد د کیمیاوي وسلو د منځه وړلو له لارې خپل اعتبار جوړولای شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، د سوريي ولسمشر بشار اسد کولای شي په چټکۍ سره د خپلو کیمیاوي وسلو د منځه وړلو له لارې د خپل ځان اعتبار جوړ کړي.

جان کري تیره ورځ دا څرګندونې وروسته ترهغې وکړې چې؛ سوریه ته د کیمیاوي وسلو د مینځه وړلو لپاره رسیدلو متخصصانو وویل چې دمشق په دې برخه کې همکاري کوي.

ښاغلي کري په اندونیزیا کې د اسیا د اقتصادی سرمشریزې پر مهال کتنو کې له خپل روسی سیال سره د سوريي د حالاتو په اړه خبرې وکړې او ټینګار يې وکړ چې د سوریه شخړه له پوځي لارې نشي حل کیدای:

"موږ بیا موافقه وکړه چې دا پوځي حل نه لري. موږ په دې کې هم له یو بل سره هم نظره یو چې سخت دریځه ډلې چې هر ډول وي او په هره خوا کې وي باید په سوریه کې ستراو پیاوړی موقیعت او حیثیت ونه لري.

همدې ته په کتنه موږ بیا تعهد وکړ چې؛ څومره ژر کیدای شي د جینیوا پروسه پر مخ یوسو."


په همدې ترڅ کې امریکا وايي، که ایران په ښکاره په سوریه کې د یوه انتقالي حکومت د رامنځته کیدو په اړه د ۲۰۱۲ کال د جینیوا د لومړي کانفرانس د غوښتنې ملاتړ وکړي، نو د سوريي په اړه د جینوا په دوهم کانفرانس کې به د تهران د ګډون پلوي وکړي.

متحده ایالات ایران تورنوي چې د سوريي له حکومت څخه سیاسي او پوځی ملاتړ کوي.

ایران ته په یاد کانفرانس کې د ګډون بلنه نه ورکړل شوې.

بل لورته بیا د سوريي د حکومت د مخالف سیاسي ائتلاف مشر احمد الجربا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لخوا د سوريي ولسمشر ته د امتیاز ورکولو پر وړاندې سخت عکس العمل څرګند کړی دی.

احمد الجربا پرون په استنبول کې خبریالانو ته وویل د جان کري د خبرو هدف چې هر څه وي خو دا نشي کیداۍ چې د یوې وسلې د تسلیمولو لپاره د یوه مجرم ستاینه وشي.

نوموړي وویل په دې شرط د سوريي په اړه د جینیوا په دوهم کانفرانس کې ګډون کوي چې ددې کانفرانس د کامیابۍ ضمانت وشي او د سوريي رژیم پرینښودل شي چې نور وخت ترلاسه کړي.