جان کري په لیبیا کې د القاعده د یوه مشکوک تروریست د نیولو لپاره د خپلوځواکونو د عملیاتو دفاع کړی

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري په لیبیا کې د القاعده د یوه مشکوک تروریست د نیولو لپاره د خپلوځانګړو ځواکونو د عملیاتو دفاع کړی دی.

جان کري ویلي، د لیبیا د حکومت دا شکایت چې امریکايي ځواکونو د برمته نیونې عملیات کړي ، اساس نه لري.

امریکايي چارواکو پرون د لیبیا په مرکز طرابلس کې د القاعده د یوه مشکوک غړي نزیه عبدالحمید الرقیعي د نیولو خبر ورکړ .

الرقیعي چې په خپلو ملګرو او پلویانو کې په انس اللیبي مشهور وو د شنبې په ورځ نیول شوی وو.

جان کري نن په اندونیزیا کې خبریالانو ته وویل ، انس اللیبي د امریکا د پوځ مشروع او مهم هدف وو چې په محکمه کې به د عدالت په وړاندې ودرول شي.

د اللیبي کورنۍ ویلي، امریکايي ځواکو باید د هغه د نیولو لپاره د لیبیا حکومت ته قانوني اسناد وړاندې کړي وای.

د اللیبي ورور پرون په طرابلس کې د رویټرز خبریال ته وویل، هغه باید د لیبیايي وګړي په ټوګه په خپل هیواد کې محاکمه شوی وای.

د اللیبي زوی عبدالله الرقیعي رویټرژ اژانس ته د پيښې په اړه وويل: د سهار په شپږنیمو بجو ، تر لمانځه وروسته له مسجده کورته په لاره کې څلور موټر ورته ولاړ وو . کله چې زما پلار د کور مخې ته موټر ودراوه ، دوه موټر راغلل ، لږترلږه لس تنه له موټره را کوز شول . یو شمیر کسانو یې ماسکونه درلودل او ځینو یې نه درلودل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري نن سپارښتنه وکړه چې د داسې تروریستانو سره باید خواخوږي ونه شي.

انس اللیبي په نولس سوه اته نوي (میلادي) کال کې په کینیا او تانزانیا کې د امریکا پر سفارتونو په حملو کې په لاس درلودلو تورن دی . په دې حملو کې تر دوه سوه شل تنه زیات خلک وژل شوي وو.