لیبیا وايي، له واشنګټن څخه یې د هغه پوځي چاپې په اړه توضیحات غوښتي دي چې په طرابلس کې یې د یو لیبیايي د نیولو لپاره ترسره کړې ده.
دا لیبیايي سړی په ۱۹۹۸ م کلونو کې په کینیا او تنزانیا کې د امریکا د متحدو ایالتونو په سفارتونو د بریدونو په قضیه کې امریکايي چارواکونو ته مطلوب و. په دې بریدونو کې ۲۲۴ کسان وژل شوي وو.
د یکشنبې په ورځ د لیبیا حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی هیلمن دي چې دا پېښه به یې د امریکا له متحدو ایالتونو سره ستراتیژیکې ملګرتیا ته زیان ونه رسوي.
د امریکا د متحدو ایالتو کومانډو سرتیرو د شنبې په ورځ د القاعده مشر عبدالحمد الروقي ونیوه.
د نوموړي کورنۍ ویلي دي چې؛ د الروقي نیونکي د لبیایانو په څیر وو او په لیبیايي لهجه یې خبرې کولې.
په سومالیا کې هم امریکايي ځواکونو د الشباب د وسلوالې ډلې مشر هدف ګرځولی و خو داسې ښکاري چې دغه چاپه یې ناکامه شوې ده.
د یکشنبې په ورځ په واشینګټن کې د امریکا د دفاع وزیر چوک هیګل وویل، دې دوو پوځي چاپو وښوده چې امریکا به د ترویستانو سره د حساب لپاره له هیڅ ډول هڅو ډه ډه ونه کړي.