د ولسمشرۍ همدا شمیر کاندیدان به د انتخاباتو تر ورځې پاتې شي ؟


د ولسمشرۍ په راتلونکیو انتخاباتو کې د کاندیدانو د نوم لیکنې لپاره وروستی وخت د یکشنبې د ورځې څلور بجې ټاکل شوی و؛ خو داسې ښکارېده لکه ډیرو هغو کسانو چې غواړي په راتلونکې انتخاباتو کې د ولسمشرۍ څوکۍ ته ځانونه کاندید کړي د نوم لیکنې کار وروستۍ ورځې ته پرېښی و.

پرون په ګڼ شمېر کې د انتخاباتو خپلواک کمیسون ته ورغلل، د انتخاباتو د کمیسون مامورین اړ شول چې؛ د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر د شپې تر ناوخته پورې وغځوي.

د وروستي کاندید له نوم لیکنې وروسته د هغو کسانو شمېر چې ځانونه یې په رسمي ډول د ولسمشرۍ په راتلونکیو انتخاباتو کې د کاندیدانو په توګه ثبت کړل، (اوه ویشت) کسانو ته ورسېده.

خو چارواکي وايي، دا وروستی لیست نه دی. د ولسمشرۍ د څوکۍ د کاندیدانو وروستی لیست به تر غور او څيړنې وروسته د انتخاباتو د خپلواک کمیسون له خوا د عقرب یا لړم د میاشتنې په پنځه ویشتمه نیټه خپور شي.

د قانون له مخې تر پرونۍ نوم لیکنې وروسته؛ د کاندیدانو اوسنی لیست له کومو پړاونو تیریږي څو وروستی لیست اعلان شي؟ دا پوښتنه مې د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ له اجرایوي رییس جانداد سپين غر څخه وکړه. نوموړې وویل، لومړی خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مسوولیت دی چې کارتونه وڅیړي؛ چې جعلي او تکراري کارتونه په کې ونه اوسي، دوی باید باوري کړي چې کاندیدانو ټاکل شوی نقدي تضمین سپارلی وي، همدارنګه له اړوند ادارو سره باید د هغو کاندیدانو استعفاوې هم تایید شي چې تر دې مهاله یې دولتي دندې لرلې.

جانداد سپين غر وايي، تر دې څیړنې وروسته د انتخاباتو خپلواک کمیسون د کاندیدانو لومړنی لیست چمتو کوي او د اعتراضونو پړاو پیلیږي:

"کله چې د انتخاباتو خپلواک کمیسون ابتدايي لیست اعلان کړ، بیا د اعتراضاتو دوره ده چې عام خلک او ادارې کولی شي، د دې کاندیدانو په وړتیاوو او قانوني شرایطو اعتراض وړاندې کړي.

دا اعتراضونه د شکایاتو د کمیسون له خوا څیړل کیږي او که پر ځای اعتراض پیدا کړي ښايي ځینې کسان د کاندیدانو له ابتدايي لیست څخه کم شي. د شکایاتو د کمیسون له څیړنو وروسته به د د انتخاباتو خپلواک کمیسون وروستي لیست اعلانوي."

پر قانوني پړاونو سربیره یو شمیر څارونکي په دې باور دي چې؛ ښايي د رای اچونې تر ورځې پورې به د نوي جوړجاړي او ایتلافونه هم د دې سبب شي، چې د اوسنیو کاندیدانو یو شمیر یې د ځینو نورو په ګټه له کاندیدو لاس په سر شي.

د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو د مرکز مشر غفور لیوال په همدې نظر دی. نوموړی وايي، په اوسني لیست کې داسې کسان هم شته چې یوازې د شهرت د ګټلو او د ځان د مطرح کولو لپاره یې ځانونه کاندید کړې دي.

د ښاغلي لېوال په وینا، ځیني یې په دې تمه دي چې؛ د انتخاباتي کمپاینونو په اوږدو کې له به له نورو کاندیدانو سره جوجاړي وکړي او د ځینو امتیازنو په بدل کې به د یو بل کاندید په ګټه له خپلې کاندیدۍ تیر شي:

"د انتخاباتو تر ورځې به موږ همدا شمیر ونه لرو؛ زه ټینګ باور لرم چې یو شمیر کاندیدان به د کمپاین په اوږدو کې د یو بل په ګټه تیر شي.“

اوس به انتظار په کار وي، څو وکتل شي چې، د اعتراضونو تر څیړنې او د جوړجاړیو او ایتلافونو تر پای ته رسیدو وروسته، په کوم شمیر کاندیدان د افغانستان د د ولسمشرۍ د څوکۍ د ګټلو لپاره عملاً د یو بل په وړاندې له خلکو څخه د رایو د راټولو سیالۍ ته دریږي.